په افغانستان کې د بوږنونکو وژلو دلړۍ دوام
په تیرو اونیو کې د کابل په لویدیځي سیمو کې کړه ایزې حملې چې زیاتره قربانیان ئې د افغانستان شیعیان دي، په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .
تکفیری ترهه ګرو یو ځل بیا د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې په یوه بل جنایت کې دماین پاکونکي یوې موسیسې یوشمیر کارکونکي په بوږنوکي ډول وژلي دي .
د افغانستان په بغلان ولایت کې هلوټرسټ ماین پاکونې دموسیسې مشر جیمز کوان په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، په دغه ولایت کې د ددغې موسیسې په کارکونکو حمله قصدي قتل او بشری ضد جنایت دی او ترهه ګرو یوازې شیعیان په نښه کړي دي .
جیمز کوان په کابل کې په یوې مرکې کې وئيلی،یوشمیر ځيږو ترهه ګرو د سه شنبې په شپه دهلوټرسټ ماین پاکونې دموسیسې په کارکونکو یرغل کړی ، او له هغوي ئې یو شمیر هزاره ګان بیل او بیا ئې په بوږنونکي ډول وژلي دي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په بدخشان ولایت کې په ماین پاکونکو د طالبانو ترهه ګره حمله یو بشری ضد جنایت بللی او ددغه بوږنونکي اقدام په محکومولو سره ئې چې هیڅ منطقي توجیه نه لري ، وئيلی دي ،طالبان حتی پر محصیلینو ،استاذان ، زده کونکي او همداراز پر ښونځو بریدونه کوي چې دغه اقدام د وحشي توب نښه ده او د افغانستان د خلکو کرکه او نفرت ئې راپورته کړی دی .
د افغانستان د سیاسی چارو یوه کارپوه عزیز روشن هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،که د افغانستان حکومت او درست ویښ وجدانونه ، د نسل وژنې په وړاندې د شیعیانو پر دفاع مشتمل پخپلو قانوني مسئولیّتونو عمل ونه کړي ،نو دغه هیواد به د نابودۍ او ځوړتیا تر درشله ورشي .
د تیرې سه شنبې په شپه په بغلان ولایت کې د ماین پاکونې په یوې موسیسې دتکفیریانو په بوږنونکي حملې کې لږرترلږه لس کسان شهیدان او پنځلس نور هم ټپيان شوي دي .
داپه داسې حال کې دي چې تکفیری جنایتکارې داعشي ترهه ګرې ډلې ددغه جنایت پړه په غاړه اخستې او وئيلي ئې دي په افغانستان کې به دغه ډول خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي .
داپه داسې حال کې د ي چې د افغانستان حکومت له دې مخکې ددغه جنایت عامل طالبان معرفي کړي دي ، خو دطالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد دغه حمله محکومه کړې او په کې ئې د هر ډول لاس درلودل رد کړي دي .
په تیرو اونیو کې د کابل په لویدیځي سیمو کې کړه ایزې حملې چې زیاتره قربانیان ئې د افغانستان شیعیان دي، په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .
زیات شمیر مدني ا و ټولنیز فعالان دغه حملې نسل وژنې ګڼي او وائي چې دغه نسل وژنې دې د افغانستان حکومت او ملګري ملتونه په رسمیّت وپيژني . په وروستیو شپو ورځو کې زیات شمیر افغانانو هم د ؛ د هزارګانو نسل وژنه ودروئ : په عنوان سره هشټګ کارولی چې په افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو کې د ټویټر پشمول دټولنیزو چینلونو ټرنډ شوی دی .
له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو سره په یووخت په دغه هیواد کې ټارګټ کلینګ او وژونکي حملې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي ، البته دکابل حکومت طالبان په دغو حملو تورنوي ، خو طالبان په دغه شان حملو کې لاس لرل په چورلټ ډول ردوي او په دغه هیواد کې د شیعیانو نسل وژنه په کلکه ردوي .
دکارپیژاندو له نظره ، په افغانستان کې د حملو او وژلو زیاتیدا په هره بڼه دامریکا او نیواکګرو عسکرو په ګټه تمامیږي او په همدې خاطر ،له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو سره ددغو حملو ارتباط نه ردوي