د افغانستان د بحران حل ملی اوسیمه ایزې اجماع ته اړتیالري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101476-د_افغانستان_د_بحران_حل_ملی_اوسیمه_ایزې_اجماع_ته_اړتیالري
عبدا.... عبدا...  دسولې د  خبرواتروپه بهیر کې  د تاؤتریخوالو په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره ،په افغانستان کې د تاؤتریخوالي  دختمیدا او د دایمي  اور بند د ټينګیدا غوښتونکی شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2021 10:47 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بحران حل ملی اوسیمه ایزې اجماع ته اړتیالري

عبدا.... عبدا...  دسولې د  خبرواتروپه بهیر کې  د تاؤتریخوالو په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره ،په افغانستان کې د تاؤتریخوالي  دختمیدا او د دایمي  اور بند د ټينګیدا غوښتونکی شوی دی .

 زمونږخبریال  دآریانانیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د  افغانستان دملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا.... د سیمه ایزې اجماع د پياوړتیا په پنځمې غونډې کې  وئيلي دي ، د سولې هلې ځلې په یوې حساسې او برخلیک ټاکونکي مرحلې کې  دي او  دتل پاتې او عزتمنې سولې دترلاسه کولو لپاره  د سیمې د  هیوادونو او د نړیوالې ټولنې د دومدارو ملګرتیاؤ ته اړتیا لرو، څو  طالبان  دسولې خبرواترو ته اړباسي . 

عبدا.... عبدا...  دسولې د  خبرواتروپه بهیر کې  د تاؤتریخوالو په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره ،په افغانستان کې د تاؤتریخوالي  دختمیدا او د دایمي  اور بند د ټينګیدا غوښتونکی شوی دی .

 د افغانستان د ملی مصالحې د  عالی شورا مشر زیاته کړې ده ،  د افغانستان جنګ  پوځي حلا لاره نه لري او  دسولې لپاره د  کابل دحکومت ژمنتیا پخپل ځاي ده ، که  شرائط داسې پر مخ لاړ شي  او  د خبرواترو لپاره او دغه راز د جنګ دختمیدا لپاره  له رامینځةشوي فرصته   سمه استفاده  ونه شي ، نو دهیواد دد فاع لپاره  بشپړ چمتووالی لرو .

داپه داسې حال  کې دي  چې  طالبانو د تاؤتریخوالي دختمولوا و اوربندد ټينګولو لپاره  دوه اساسی شرطونه  لري ، یعني  له افغانستانه  د درستو بهرنیو عسکرو وتل  او د دوي په اند د اسلامی امارت دحکومت جوړیدا چې  د افغانستان حکومت  له دوهم شرط سره  مخالف دی .