د افغانستان د بحران حل ملی اوسیمه ایزې اجماع ته اړتیالري
عبدا.... عبدا... دسولې د خبرواتروپه بهیر کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره ،په افغانستان کې د تاؤتریخوالي دختمیدا او د دایمي اور بند د ټينګیدا غوښتونکی شوی دی .
زمونږخبریال دآریانانیوز خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان دملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا.... د سیمه ایزې اجماع د پياوړتیا په پنځمې غونډې کې وئيلي دي ، د سولې هلې ځلې په یوې حساسې او برخلیک ټاکونکي مرحلې کې دي او دتل پاتې او عزتمنې سولې دترلاسه کولو لپاره د سیمې د هیوادونو او د نړیوالې ټولنې د دومدارو ملګرتیاؤ ته اړتیا لرو، څو طالبان دسولې خبرواترو ته اړباسي .
عبدا.... عبدا... دسولې د خبرواتروپه بهیر کې د تاؤتریخوالو په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره ،په افغانستان کې د تاؤتریخوالي دختمیدا او د دایمي اور بند د ټينګیدا غوښتونکی شوی دی .
د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا مشر زیاته کړې ده ، د افغانستان جنګ پوځي حلا لاره نه لري او دسولې لپاره د کابل دحکومت ژمنتیا پخپل ځاي ده ، که شرائط داسې پر مخ لاړ شي او د خبرواترو لپاره او دغه راز د جنګ دختمیدا لپاره له رامینځةشوي فرصته سمه استفاده ونه شي ، نو دهیواد دد فاع لپاره بشپړ چمتووالی لرو .
داپه داسې حال کې دي چې طالبانو د تاؤتریخوالي دختمولوا و اوربندد ټينګولو لپاره دوه اساسی شرطونه لري ، یعني له افغانستانه د درستو بهرنیو عسکرو وتل او د دوي په اند د اسلامی امارت دحکومت جوړیدا چې د افغانستان حکومت له دوهم شرط سره مخالف دی .