لغمان کښې د طالبانو مهم قومندانان ووژل شول
Jun 11, 2021 00:42 Asia/Kabul
د افغانستان په لغمان ولایت کښې امنیتي ځواکونو د طالب ډلې درې مهمې چارواکي وژلي دي.
د افغانستان په لغمان ولایت کښې امنیتي ځواکونو د طالب ډلې درې مهمې چارواکي وژلي دي.
دلغمان امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار وایي بیګا ناوخته دلغمان ولایت لپاره د طالبانو له لورې نومول شوی د نظامی کمیسون مرستیال او مشهور طالب قوماندان له خپلو دریو تنو وسله والو سره یوځاې د الینګار ولسوالۍ اړوند دساوو په سیمه له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کی ووژل شو.
د لغمان امنیه قوماندانۍویاند وویل په سیمه کی یو دوکان او دپلور د اونیز بازار څو هټۍ هم ویجاړې شوي خو د نوموړي په وینا ملکي وګړو او امنیتي کساتو ته مرګ ژوبله نده رسیدلې.
وسله والو طالبانو په اړه څه نه دي ویلې.
ټیګونه