په پاکستان کې نور د افغانستان خلاف څوک فتوا نشي ورکولی
مجددي وایي چې د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودې او د دې کنفرانس د پرېکړو د عملي کولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي وایي، سعودي عربستان کې د افغانستان سولې په اړه جوړ شوې کنفرانس کې پرېکړه شوې چې پاکستان کې به نور هیڅوک د افغانستان په اړه فتواوې نه شي ورکولی.
مجددي وایي چې د مکې مکرمې د علماوو کنفرانس ډیرې ښې لاسته راوړنې درلودې او د دې کنفرانس د پرېکړو د عملي کولو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی دی.
هغه زیاتوي چې سوله د افغانستان د خلکو او حکومت اصلي غوښتنه ده او په دې برخه کې د پاکستان د علماوو ملاتړ اړین وو.
نوموړی وایي، د پاکستان دیني عالمانو اوسنۍ جګړه تحریم کړه او هر ډول تاوتریخوالی چې افغانانو او عام المنفعه ته زیان رسوي، مردود وګڼل.
ده وویل چې د یاد کنفرانس پای کې د یوه کمیسیون جوړولو پرېکړه وشوه چې دوی به هر وخت ناستې کوي او د کنفرانس د اعلامیې او پرېکړو د عملي کولو په اړه به سلا مشورې کوي.
د هغه په وینا، دا کمیسیون به په پاکستان کې د افغانستان خلاف د فتواګانو ورکولو او تاوتریخوالي ته د هوا ورکولو د هڅو مخنیوی هم کوي.