د افغانستان په شمال کې چاودنه ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101546-د_افغانستان_په_شمال_کې_چاودنه_ملکي_وګړو_ته_مرګژوبله_واړوله
د افغانستان د امنیتي چارواکو له راپور سره سم، په بلخ ولایک کې چادنې څلور تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2021 07:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال کې چاودنه ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله

د افغانستان د امنیتي چارواکو له راپور سره سم، په بلخ ولایک کې چادنې څلور تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

 

د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا یو ۱۰ بجې د مزار شریف ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې په پایله کې څلور تنه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د بلخ ولایت د والي ویاند عادل شاه عادل افغان رسنیو ته وویل چې په چاودنه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.