ملګري ملتونه: افغانستان کې روان تاوتریخوالی هیچا ته د منلو نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101582-ملګري_ملتونه_افغانستان_کې_روان_تاوتریخوالی_هیچا_ته_د_منلو_نه_دی
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي د اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2021 08:40 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه: افغانستان کې روان تاوتریخوالی هیچا ته د منلو نه دی

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي د اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.

د افغان رسندویو له راپور سره سم  ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د هیچا لپاره د منلو نه دی او د افغان سولې ټول ملاتړي اړخونه د روان وضعیت مخالف دي.

دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د سکرټر جنرال ځانګړي استازي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لېدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې ملګري ملتونه او ټول هغه اړخونه چې د افغانستان د سولې ملاتړ کوي د اوسني تاوتریخوالي او روان وضعیت مخالف دي.

د خبرپاڼې په وینا ملګري ملتونه ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره ودرړل شي او یو دایمي اوربند رامنځ ته شي.

هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اوربند د تامین لپاره خپلو هر اړخیزو هڅو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې روانې جګړې ژر تر ژره ختمې شي.

د سرچینې په وینا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم د سولې په راتګ کې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مرسته او همکاري اړینه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د سولې د راوستو لپاره دې خپل فشارونه ډېر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې په مکه کې د افغانستان سولې په اړه د سعودي عربستان په کوربه توب د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو هم ګډه ناسته کړې وه او روانه جګړه یې نا مشروع اعلان کړه.

خو سربېره پر دې لا هم طالبانو په خپلو بریدونو کې شدت راوستی چې هره ورځ پکې د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.