افغانستان کښې کورونا ناروغۍ زیاته شوي ده
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان د روغتیا وزارت پرون وویل په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په هیواد کښې د کورونا ویروس له کبله پینځه اتیا (۸۵) کسان ووژل شول او دا په هیواد کښې په څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې د دغه ناروغۍ له کبله د وژل شویو کسانو تر ټولو زیاته اندازه ده .
په افغانستان کښې د کورونا ویروس له کبله د دغو پینځه اتیا (۸۵) کسانو په وژل کیدا سره په هیواد کښې د دغه ناروغۍ له کبله د ټولو وژل شویو کسانو شمیر درې زره او شپږسوه دولسو (۳۶۱۲) کسانو ته ورزیات شوی دی .
په افغانستان کښې د کورونا ویروس په دریمې (۳) څپې کښې په دغه ناروغۍ د ککړیدونکو او ترې د وژونکو کسانو شمیر بیخي زیات شوی دی .
د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح پرون په دې خبرې سره چې ایران هره ورځ د مایع اکسیجن دوه (۲) ټانکرونه د افغانستان شمال او لویدیځ سیمو ته استوي وویل له ایران څخه د اکسیجن څلور زره او پینځه سوه (۴۵۰۰) سیلینډرونه به زر افغانستان ته ورسیږي .