په افغانستان کې نور ۸۶وسلوال طالبان وژل شوي دي
له افغانستانه د بهرنیو په تیره بیا دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو په وتلو کې له ځنډ او دسولې دخبرواترو په ناکامیدا سره په وروستیو اونیو کې د افغان ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ جنګ جګړې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او داسې کومه ورځ نشته چې پکې د لسګونو بې ګناه خلکو وینه توي نشي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی ، د افغانستان دفاع وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیرو شواروز کې په ننګرهار ،کندهار ،فاریاب ، نیمروز ، بدخشان او تخار ولایتونو کې دطالبانو پر مورچلو او پټنځایونو باندې په عملیاتو کې شپږ اتیا طالبان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان او دغه راز یو شمیر ژوندي نیول شوي دي .
په دغو عملیاتو کې همداراز د طالبانو زیات شمیر پوځي تجهیزات او ګاډي هم تباه شوي دي
له افغانستانه د بهرنیو په تیره بیا دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو په وتلو کې له ځنډ او دسولې دخبرواترو په ناکامیدا سره په وروستیو اونیو کې د افغان ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ جنګ جګړې په اوڅاره توګه زیاتې شوي او داسې کومه ورځ نشته چې پکې د لسګونو بې ګناه خلکو وینه توي نشي .
همداراز د افغانستان دکورنیو چارو زوارت هم په یوې اعلامیې کې د طالبانو په لاس په شمالي ولایتونو کې د ځينو سیمو په نیولو کې دنفوذي عواملو رول ته په اشارې سره وئيلي دي،دغه نفوذي عوامل به ډير وپيژندل او وینول شي .په عین حال کې خبرو سرچینو وئیلي دي ،په کندوز کې خان آباد او سرپل ولایت کې صیاد ولسوالۍ هم د ځينو نفوذي عواملو په خیانت سره د طالبانو منګولو ته لویدلي دي .خو داپه داسې حال کې د ي چې دافغانستان دپوځ مسئولان وآئي دغه شاتګ تاکتیکي دی او د عامو خلکو دمرګ ژوبلو دمخنیوي لپاره ئې دغه کار کړی دی .