په ننګرهار کې پنځه پولیس په چاودنه کې ژوبل شول
په همداوروستیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمینځ په نښتو کې هره ورځ دلسګونو بې ګناه خلکو وینې تویږي .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي نن له غرمې وروسته کابو دوه بجې د ننګرهار ولایت د کامې په ولسوالۍ کې دپولیسو یو رنجر موټر د سړک تر غاړې په کییښودل شوي ماین والوت چې له امله یې د نوموړي پر وینا څلور پولیس ژوبل شوي او ګاډی ئې هم زیانمن شوی دی . خو په سیمه کې عینی شاهدانو ویلي چې په دې پیښه کې پنځه پولیس وژل شوي دي عینی شاهدانو د سیمې له خلکو غوښتنه کړې چې د ټپیانوسره د وینې د مرستې لپاره د کامې پنځوس بستریز روغتون ته چې دا ټپیان پکې تر درملنې لاندی نیول شوي ورشي. تر اوسه ددولت کومې مخالفې دلې ددې چاودنې پړه پر غاړه نده اخیستې.