عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره وکتل
Jun 15, 2021 06:11 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر په کابل کښې د جرمني له خصوصي نماینده سره په کتنه کښې د صلحې د بهیر په هکله خبرې اترې وکړې
عبدالله عبدالله پرون په کابل کښې د مارکوز پوټزیل په کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې د مذاکراتو د احیا لپاره د نړیوالې ټولنې د ملګرتیا غوښتنه وکړه.
په دغې کتنې کښې جرمن ځانګړي استازي هم له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو په دوام باندې په ټینګار سره د افغانستان د صلحې په مذاکراتو کښې له پرمختګونه هیله مندي څرګنده کړه.
دواړو چارواکو هم داشان د صلحي د بهیر د پرمختګونو او ستونزو، د جنګ د ختمیدو او د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې له خبرواترو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په هکله د نظر تبادله وکړه.
ټیګونه