په ارزګان کې  طالبانو ځيني ولسوالۍ نیولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101690-په_ارزګان_کې_طالبانو_ځيني_ولسوالۍ_نیولي_دي
دارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد بیا د طالبانو دا خبره ردوي او وايي چې اکثره پوستې له یوځای نه بل ځای ته د امنیتي تدابیرو په خاطر انتقال شوي. نوموړی دا هم وایي تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت د(چورې ) په ولسوالۍ برید کړی چې دافغان ځواکونو له لورې په شا تمبول شوی او په پایله کې (۲۵) تنه طالبان وژل شوي او له (۲۵) نه ډیر یې ټپیان شوي چې په ټپیانو کې دخاص ارزګان نظامي مسول هم شامل دی .او په چورې ولسوالۍ کې اوسنۍ امنیتي حالت د ډاډ وړ دی.  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2021 11:44 Asia/Kabul

دارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد بیا د طالبانو دا خبره ردوي او وايي چې اکثره پوستې له یوځای نه بل ځای ته د امنیتي تدابیرو په خاطر انتقال شوي. نوموړی دا هم وایي تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت د(چورې ) په ولسوالۍ برید کړی چې دافغان ځواکونو له لورې په شا تمبول شوی او په پایله کې (۲۵) تنه طالبان وژل شوي او له (۲۵) نه ډیر یې ټپیان شوي چې په ټپیانو کې دخاص ارزګان نظامي مسول هم شامل دی .او په چورې ولسوالۍ کې اوسنۍ امنیتي حالت د ډاډ وړ دی.  

زمونږخبریال له غزني راپور راکړی ، دافغانستان په ارزګان ولایت کې یو ځل بیا دافغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې . طالبانو رسنیو ته په یورالیږل شوي پیغام کې ویلي چې تیره شپه ناوخته دارزګان ولایت د (خاص ارزګان) ولسوالۍمرکزي ودانۍ، قومندانۍ، ۴لویې دفاعي پوستې ګڼ نظامي تأسیسات د طالبانو په لاس کې ولویدل او افغان ځواکونه په سیمه کې د اردو کمپ ته چي دطالبانو دویاند قاری یوسف احمدي په وینا دا مهال د طالبانو ترمحاصرې لاندې دی تللي.

خو دارزګان ولایت والي محمد عمر شیرزاد بیا د طالبانو دا خبره ردوي او وايي چې اکثره پوستې له یوځای نه بل ځای ته د امنیتي تدابیرو په خاطر انتقال شوي. نوموړی دا هم وایي تیره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت د(چورې ) په ولسوالۍ برید کړی چې دافغان ځواکونو له لورې په شا تمبول شوی او په پایله کې (۲۵) تنه طالبان وژل شوي او له (۲۵) نه ډیر یې ټپیان شوي چې په ټپیانو کې دخاص ارزګان نظامي مسول هم شامل دی .او په چورې ولسوالۍ کې اوسنۍ امنیتي حالت د ډاډ وړ دی.  
په دې اړه بشپړ راپور زمونږ دخبریال له خولې واورئ .