اروپایي ټولنې یوځل بیا په افغانستان د صلحې په ټینګښت تاکيد وکړ
Jun 16, 2021 03:15 Asia/Kabul
اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او له دواړو خواو یې غوښتي چې زر تر زره دې خبرې پیل کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن اسلام اباد ته په خپل سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د صلحې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.
نوموړي پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د دې وخت رارسېدلی چې د دوحې خبرې د دواړو مرکچي پلاوو د بنیادي وړاندیزونو له مخې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ تر اوږده ځنډ وروسته یوازې یو ځل سره ناست دي او په ناسته کې د بین الافغاني خبرو پرچټکتیا او د اجنډا پر موضوعاتو تاکيد شوے و.
ټیګونه