اروپایي ټولنې یوځل بیا په افغانستان د صلحې په ټینګښت تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101722-اروپایي_ټولنې_یوځل_بیا_په_افغانستان_د_صلحې_په_ټینګښت_تاکيد_وکړ
اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او له دواړو خواو یې غوښتي چې زر تر زره دې خبرې پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2021 03:15 Asia/Kabul
  • اروپایي ټولنې یوځل بیا په افغانستان د صلحې په ټینګښت تاکيد وکړ

اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله او له دواړو خواو یې غوښتي چې زر تر زره دې خبرې پیل کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن اسلام اباد ته په خپل سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د صلحې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي  چې د دې وخت رارسېدلی چې د دوحې خبرې د دواړو مرکچي پلاوو د بنیادي وړاندیزونو له مخې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ تر اوږده ځنډ وروسته یوازې یو ځل سره ناست دي او په ناسته کې د بین الافغاني خبرو پرچټکتیا او د اجنډا پر موضوعاتو تاکيد شوے و.