ننګرهار کی دطالبانو دجلب اوجذب مسول ونیول شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101736-ننګرهار_کی_دطالبانو_دجلب_اوجذب_مسول_ونیول_شو
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونوقوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې تېره شپه دغو ځواکونو دجلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند اکمالاتي بیس (base) په سیمه کې عملیات ترسره ګړل چې پکې د طالبانو دجلب اوجذب مسول قاري عبدالحق مشهور په قاري منصور له پنځو نورو شکمنو کسانو سره یوځای ونیول شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2021 07:30 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی دطالبانو دجلب اوجذب مسول ونیول شو

زمونږ خبریال وايي د ننګرهار ولایت د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونوقوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي دي چې تېره شپه دغو ځواکونو دجلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند اکمالاتي بیس (base) په سیمه کې عملیات ترسره ګړل چې پکې د طالبانو دجلب اوجذب مسول قاري عبدالحق مشهور په قاري منصور له پنځو نورو شکمنو کسانو سره یوځای ونیول شو.

په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوی تن پخوا د طالبانو سیمه ییز قوماندان و او یو ورور یې عصمت په تیر ژمي کې د جلا ل اباد پر هوایي ډګر باندې د طالبانو په ناکام برید کې وژل شوی و.

 په خبر پاڼه کې راغلي چې دعملیاتو پرمهال امنیتی ځواکونواو ملکی وګړو ته زیان نه دی رسیدلی او نیول شوي کسان چی یو (1)میل تومانچه هم ورسره نیول شوی د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په موخه له سیمې لیږدول شویدي .