طالبانو ته د ولسوالیانو سپارل په پروګرام کښې نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101750-طالبانو_ته_د_ولسوالیانو_سپارل_په_پروګرام_کښې_نشته
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي سولې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د یوه(۱) پلان پراساس طالبانو ته د ولسوالۍ په پرله پسې ډول د سپارلو په هکله راپورونه رد کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2021 09:18 Asia/Kabul
  • طالبانو ته د ولسوالیانو سپارل په پروګرام کښې  نشته

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي سولې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د یوه(۱) پلان پراساس طالبانو ته د ولسوالۍ په پرله پسې ډول د سپارلو په هکله راپورونه رد کړل .

هغه وویل د ولسوالیانو پرله پسې پریښودل د منظم پروګرام برخه نه دي او ډیر عوامل سبب کیږي چې امنیتي ځواکونه ښارونه او سیمې پریږدي او که څه هم د ولسوالیو پرله پسې نسکوریدا اندیښنې رامینځته کړي دي خو خلک د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د بین الافغاني سولې خبرو اترو ته په اشارې سره وویل د افغانستان  اسلامي جمهوریت او نړیواله ټولنه یوشان عقیده لري چې د دغه هیواد اوسنی شخړه پوځي حل لاره نلري خو طالبان تراوسه نه دي قانع شوي .

هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د خارجي عسکرو په وتلو سره د جنګ د دوام لپاره اخري دلیل هم له مینځه تللی او د دغه جنګ دوام نور روا والی نلري بلکې یوازنۍ حل لاره د خبرو اترو دوام دی .