طالبانو د بهرنیو عسکرو د شتون دوام خطرناک وباله
تسنیم خبري اژانس وايي طالبانو د کابل په هوايي ډګر کښې د امنیت د تامینولو لپاره د یوشمیر ځواکونو د شتون د دوام لپاره د ناټو فیصله د نیواک دوام وباله او د هغې د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ .
طالبانو د کابل د هوايي ډګر د امنیت د تامینولو لپاره په افغانستان کښې د ترکیې د عسکرو د شتون د دوام لپاره د ناټو تړون فیصلې ته په غبرګون کښې هغه د نیواک د دوام لپاره یواړخیزه فیصله او د افغانانو د خپلواکۍ او د ارادې تر پښو لاندې کولو په معنا وبلل .
په داسې حال کښې چې د ناټو هیڅ چارواکي د قطر د موافقې په لاسلیک کیدا کښې ګډون نه درلود او د افغانستان په چارو کښې د امریکا استازي خلیل زاده له طالبانو سره دغه موافقه لاسلیک کړه دغه خبره ټینګار کوي چې ناټو د امریکا په مشرۍ د نیواک د ختمولو تړون لاسلیک کړی دی .
طالبانو وویل ناټو د هوايي ډګرونو د امنیت د تامینولو په پلمه غواړي افغانستان له سیمه ییزو سیالانو سره د سیالۍ په میدان بدل کړي چې افغانان دغه خبره نه زغمي .
طالبانو له ترکیې وغوښتل په افغانستان کښې د شتون په دوام سره ستره غلطۍ ونکړي .