د افغان ځواکونو یو نظامي هلیکوپټر دطالبانو په برید کې ویجاړ شو
زمونږ خبریال وايي نن له غرمې مخکې شاوخوا(۱۱:۳۰) دقیقې دغزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړوند د( یونټ) په سیمه کې دافغان ځواکونو یو (۱)نظامي چورلکه دطالبانو په برید کې په نښه شوه ویل کيږي یاد هلیکوپټر باندې هغه مهال برید ترسره شو چې له پرواز یې تازه ناسته کړې وه .
هڅه مو وکړه په دې اړه د (۲۰۳) تندر قول اردو او د افغانستان دملې دفاع وزارت د مطبوعاتو دچارواکو نظر ولرو اما بریالي نه شوو .
خو دغزني دولایتي شورا مرستیال امرالله کامراني تهران راډیو سره په مرکې یاده پیښه مني او وايي چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او هلیکوپتر له منځه تللې.
خو دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په یوه رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې په یاد برید کې د هلیکوپټر عمله هم وژل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د میدان وردګو ولایت په (جغتو) ولسوالۍ کې د هوایي ځواک یوه (MI 17) ډوله چورلکه دافغانستان دملي دفاع وزارت دخبر پاڼې په حواله د تخنیکي او فني ستونزو له کبله سقوط شوې او د پرواز (۳) تنه عمله پکې وژل شوي وه او یو تن بل ټپي شوی وو خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیوته ویلي چې یاد هلیکوپټر د دوی په برید کې راغورځول شوی و .