د افغانستان ۱۵۰پوځيان له طالبانو ازاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101866-د_افغانستان_۱۵۰پوځيان_له_طالبانو_ازاد_شول
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په شمال کښې د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي پرون وویل له څلور(۴) ورځو جنګونو وروسته د تیرې پنجشنبې ورځې په مازیګر شیرین تګاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي ده او کابو څلور سوه (۴۰۰)حکومتي عسکر هم طالبانو نیولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2021 00:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان ۱۵۰پوځيان له طالبانو ازاد شول

اوا خبري اژانس وايي د افغانستان په شمال کښې د فاریاب د ولایتي شورا غړي نادر سعیدي پرون وویل له څلور(۴) ورځو جنګونو وروسته د تیرې پنجشنبې ورځې په مازیګر شیرین تګاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلي ده او کابو څلور سوه (۴۰۰)حکومتي عسکر هم طالبانو نیولي دي .

هغه وویل د سیمې د وسیدونکو په مینځګړیتوب سره د طالبانو له قید څخه یوسل پنځوس (۱۵۰) عسکر ازاد شوي دي .

په عین حال کښې د نیول شویو حکومتي عسکرو کورنیو پرون د فاریاب ولایت د شیرین تګاپ ولسوالۍ په «اسلام قلعه »کلي کښې په غونډیدا سره د خپلو بچیانو د خوشي کیدا غوښتنه وکړه .

بل خبر وايي هرات کې ۱۵۰ کلابند سرتېري وژغورل شول  خو اوبې ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله

د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې د اوبې ولسوال ضیاالحق نوري وايي وړمه ورځ دې ولسوالۍ کې کلابند ټول افغان امنیتي ځواکونه واېستل او مرکز هرات ته ولېږدول شو.

نوموړي وویل، د پوځ، پولیسو او ملي امنیت ۱۵۰ سرتېري کلابند وو، چې ۶۵ پکې ټپیان وو، خو چورلکو کې ولېږدول شول او اوس ټوله ولسوالي د حکومت له کنټرول وتلې ده.

د هغه په خبره، څو ورځې مخکې چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ونیو دا ځواکونه د اوبې بازار یو کیلومترۍ کې اډې ته په شا او کلابند شول.

وړمه ورځ  د دې ځواکونو خپلوانو دوی ته د مرستو نه رسېدو له امله د والي دفتر مخ ته اعتراض کړی و.

د هلمند له ګرېشک ولسوالۍ هم رپوټونه وايي، چې دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وايي، طالبانو د ګرېشک قومنداني، ولسوالي او د ملي امنیت مدیریت اداره پر لسو بجو ونیول، خو د ورځې دوولسو بجو کې بېرته افغان ځواکونو طالبان په شا وتمبول او دا سیمې یې خپله ولکه کې راوستې.کسچینه،ZC

له بلې خوا د افغانستان شمال ته ۲۱۷ پامیر قول اردو وايي د بغلان نظامي شورا د پرېکړې له مخې یې د دغه ولایت له دهنه غوري ولسوالۍ امنیتی ځواکونه بل ځای ته ولېږدول.