د افغانستان د دفاع وزارت:
تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹ طالبان ووژل شول او ۱۶۱ ټپیان شول
Jun 19, 2021 12:57 Asia/Kabul
د افغانستان دفاع وزارت د دې هېواد په ۱۴ ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان رسنیو ته وویل چې افغان ځواکونو د دغه هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بریدونو او نښتو په پایله کې ۲۵۹ تنه وسلوال طالبان وژلي او ۱۶۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، کونړ، مېدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه په یو شمېر ولایتونو کې د پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.
ټیګونه