د قزاقستان او افغانستان چارواکو تجارتي صلاح مشورې وکړې
د قزاقستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر او د سیاست او سټراټیجۍ په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر د دفتر عمومي منشي د دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او د متقابل تجارت د زیاتیدو څیړنه وکړه.
د قزاقستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر او د سیاست او سټراټیجۍ په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر د دفتر عمومي منشي د دوه اړخیزو تجارتي او اقتصادي اړیکو د پياوړتیا او د متقابل تجارت د زیاتیدو څیړنه وکړه.
فارس خبري آژانس لیکلي چې کایرات تارابایف له حارث منان سره په انټرنیټي کتنه کښې وویل: د کرونا ناروغۍ له عواقبو سره سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د متقابل تجارت انداه د تیر ۲۰۲۰ کال په پاې کښې ۵۵.۲ فیصده زیاته شوې ده.
د قزاقستان د سوداګرۍ د وزیر مرستیال په دغې کتنې کښې وویل چې د سوداګري ملګرتیاؤ د لازیاتې پراختیا په موخه قزاقستان له افغانستانه د میوو او سبزیجاتو اخیستو ته چمتو دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتي کانفرنس د ترسره کیدو غوښتونکی دی.