د ولسوالیو پرنسکوریدا د حکومت چوپتیا د اندېښنې وړ مسئله ده
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وایي د حکومت مسولیت دی چې ژر خلکو ته د روان وضعیت په اړه سپیناوی ورکړي
د افغانستان د ولسي جرګې ځینو غړو په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو نیول د جدي اندېښنې وړ مسئله بللې ده.
دوی د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل د وروستیو جګړو او نا امنیو په تړاو د حکومت چوپتیا د جدي اندېښنې وړ مسله ده، له دې داسې ښکاري، چې د ولسوالیو سقوط یوه معامله ده نو له همدې امله حکومت هم چوپتیا غوره کړې ده.
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وایي د حکومت مسولیت دی چې ژر خلکو ته د روان وضعیت په اړه سپیناوی ورکړي.
دوی دغه راز په امنیتي ادارو کې پر وروستیو ګمارنو او بدلونونو هم اندېښنه ښيي او وایي حکومت یوازې ثابتې شوې او تکراري څېرې، چې پخوا یې لاس ته راوړنې نه دي لرلې له یوه ځایه بل ځای ته بدلوي.
د ولسي جرګې غړوله افغان ولسمشر غني وغوښتل چې ژر تر ژره د سرپرستۍ دود ختم او د امنیتي ادارو لپاره په دې حساسو شرایطو کې وړ او په کار پوه کسان وګوماري.
د افغانستان ولسي جرګه وروسته له هغې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښيي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت خورا د اندېښنې وړ بلل کېږي او هره ورځ د ولسوالیو د سقوط خبرونه خپرېږي.
تازه ویل کېږي، چې وسله والو طالبانو د بغلان دوشي او جیلګه ولسوالۍ نیولې دي.
د دوشي ولسوال، صاحب داد غفوري رسنیو ته ویلي: طالبانو پر دوشي ولسوالۍ حمله وکړه او څو ساعته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه وشوه، خو له مرکزه له دوی سره مرسته ونه شوه له همدې امله یې کیهان درې ته شاتګ کړی دی. په ورته وخت کې سرچینې وایي چې د جیلګې ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
په ولسي جرګه کې د بغلان استازو هم د یادو ولسوالیو سقوط تایید کړی دی.
عام خلک هم له حکومت نه هیله لري، چې روان وضعیت کنټرول او د افغان وژنې مخنیوی وکړي.