د افغانستان خارجه وزارت هم آیت الله رئیسي ته مبارکي ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i101996-د_افغانستان_خارجه_وزارت_هم_آیت_الله_رئیسي_ته_مبارکي_ورکړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران خلکو ته د انتخاباتو د ترسره کولو او په کښې د آیت الله رئیسي د بریالیتوب  په مبارکۍ ویلو سره هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2021 01:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان خارجه وزارت هم آیت الله رئیسي ته مبارکي ورکړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران خلکو ته د انتخاباتو د ترسره کولو او په کښې د آیت الله رئیسي د بریالیتوب  په مبارکۍ ویلو سره هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران خلکو ته د انتخاباتو د ترسره کولو او په کښې د آیت الله رئیسي د بریالیتوب  په مبارکۍ ویلو سره هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان خارجه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او خارجه وزارت ته د هیواد د منتخب ولسمشر په توګه د آیت الله سید ابراهیم رئیسي د غوره کیدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه: افغانستان او ایران د دوو ګاونډي او ورور هیوادونو په توګه په ګډو کلتوري ځانګړتیاؤ او ښو تاریخي اړیکو سره، د دواړو هیوادونو د صلحې او سوکالتیا د تامینولو په لړ کښې د ملګرتیا لپاره ډیر فرصتونه لري.

په دغه بیانیه کښې هم داشان راغلي دي: د ښاغلي رئیسي تجربو او مدبر او فعال شخصیت ته په پام سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله مند دی چې د دوي د ولسمشرۍ په پړاؤ کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د مشترکاتو له مخې د ورورولۍ او دوستۍ اړیکه لاپیاوړې شي.

په تیرو دریو ورځو کښې هم د افغانستان ځینو سیاستوالانو او چارواکو په ایران کښې د کامیابو انتخاباتو د کیدو مبارکي وویله او له ایران سره یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده.