لغمان کی پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته
لغمان کی پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په ختیځو ولایتونو کی د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند مقصوداغا وایی تیرماښام وسله والو طالبانو دمهترلام ښار اړوند دارمل په کلي دملکي وګړو پر کورونو دهاوان مرمۍ راتوغولي چې یوه مرمۍ پر یو ګړر لګیدلی او په پایله کی یو ماشوم ووژل شو او څلور نور ژوبل شول. پرهمدی مهال دمهترلام ښار دمرکزی روغتون چاراکو ویلي چی روغتون ته له یادی پیښی یو مړی او دوه ڼپیان وروړل شویدي.
وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دي ویلي.
دسیلاب قول اردو ویاند دغه راز وویل دننګرهار ولایت ملي امنیت اداری ځانګړو ځواکونو دلغمان ولایت په الیشنک او الینکار ولسوالیو کی دمخالغینو دځپلو په موخه تازه عملیات پېل کړل چی دطالبانو دغه هاوان ویشتونکی هم پکی ووژل شو مقصود اغا وویل دا عملیات به د یادو ولسوالیو دبشپړی خوندی کیدنی پوری دوام وکړي