د افغانستان په شمال کښې د طالبانو استخباراتي مسئول ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102006-د_افغانستان_په_شمال_کښې_د_طالبانو_استخباراتي_مسئول_ووژل_شو
د افغانستان دفاع وزارت د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کښې د افغان ځواکونو په عملیاتو کښې د طالب ډلې د استخباراتو د مسئول د وژل کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2021 02:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان په شمال کښې د طالبانو استخباراتي مسئول ووژل شو

د افغانستان دفاع وزارت د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کښې د افغان ځواکونو په عملیاتو کښې د طالب ډلې د استخباراتو د مسئول د وژل کیدو خبر ورکړ.

د افغانستان دفاع وزارت پرون مازیګر وویل چې د شمالي حوزې لپاره د طالبانو د استخباراتو مسئول د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کښې د پوځي ځواکونو په هوايي حمله کښې وژل شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د دغه مشهور قومندان له نوم اخیستو پرته زیاته کړه چې په دغه هوايي برید کښې پنځه نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

دا خبر په داسې حال کښې خپور شو چې د بلخ د ولایتي شورا غړي محمد امین دره صوفي پرون وویل: د دې ولایت بلخ او چمتال ولسوالۍ د افغانستان د حکومت له کنټروله وتلې دي او د طالبانو په ولکه کښې راغلې دي.

په دې وروستیو اونیو کښې د افغانستان لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې دي چې د دغه هیواد د خلکو او سیاسي ډلو اندیښنه یې په ځان پسې لرلې ده.