د افغانستان په شمال کښې د طالبانو استخباراتي مسئول ووژل شو
د افغانستان دفاع وزارت د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کښې د افغان ځواکونو په عملیاتو کښې د طالب ډلې د استخباراتو د مسئول د وژل کیدو خبر ورکړ.
د افغانستان دفاع وزارت پرون مازیګر وویل چې د شمالي حوزې لپاره د طالبانو د استخباراتو مسئول د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کښې د پوځي ځواکونو په هوايي حمله کښې وژل شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د دغه مشهور قومندان له نوم اخیستو پرته زیاته کړه چې په دغه هوايي برید کښې پنځه نور طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
دا خبر په داسې حال کښې خپور شو چې د بلخ د ولایتي شورا غړي محمد امین دره صوفي پرون وویل: د دې ولایت بلخ او چمتال ولسوالۍ د افغانستان د حکومت له کنټروله وتلې دي او د طالبانو په ولکه کښې راغلې دي.
په دې وروستیو اونیو کښې د افغانستان لسګونه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې دي چې د دغه هیواد د خلکو او سیاسي ډلو اندیښنه یې په ځان پسې لرلې ده.