طالبانو په دوحه کې له هندي پلاوي سره کتلي
د قطر هېواد یو جګپوری چارواکي په دوحه کې د طالبانو او هندي پلاوو تر منځ د کتنې خبر ورکړی دی.
د کابل چاپ مسیر ورځپاڼې له راپور سره سم، د قطرد بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «مطلق قحطاني» «د امریکایي او ناټو سرتېرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د سولې» تر سرلیک لاندې یوې انلاین غونډې ته ویلي چي هندي پلاوي د طالبانو له سیاسي مشرانو سره خبري اتري کړي دي.
په داسی حال کې چي طالبان تورن دي چي د زور له لاري د واک د تر لاسه کولو په لټه کې دي او له افغان حکومت سره خبرو اترو ته لېولتیا نه ښيي د قطر د بهرنیو چارو ځانګړی استازی ټینګار کړی چې هیواد یې هغه ډله په رسمیت نه پېژني چې د زور له لارې واک تر لاسه کړي.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دوه ځلې قطر هېواد ته سفر کړی دی.
تر اوسه د هند حکومت په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو د دوی او هندي چارواکو تر منځ لیدنه په رسمي ډول تایید کړې ده.