د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ دطالبانو په لاس سقوط شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102026-د_میدان_وردګ_ولایت_جغتو_ولسوالۍ_دطالبانو_په_لاس_سقوط_شوې
په همدا وروستیو کې دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان ملی اردو او طالبانو ترمیڼځ نښتې اوتاؤتریخوالی په اوڅاره توګه زیات شوي او زیاتره قربانیان ئې هم عام خلک دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 22, 2021 09:11 Asia/Kabul

په همدا وروستیو کې دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې د افغان ملی اردو او طالبانو ترمیڼځ نښتې اوتاؤتریخوالی په اوڅاره توګه زیات شوي او زیاتره قربانیان ئې هم عام خلک دي .

زمونږ خبریال له غزني راپور راکړ د افغانستان د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوه .

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد رسنیو ته په  لیږل شوي پیغام کې ویلي دې لسګونه افغان ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي او ولسوالئ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده.

هڅه وشوه  څو په دې اړه د میدان وردګو ولایت د امنیتي او سیمه ایزو چارواکو نظر واخلو خو تر دې دمه پکې بریالي نه شوو.

د دې ولایت د ولایتي شورا استازی شریف ا...هوتک تهران راډیو سره په مرکې کې وویل،له تیرې شپې راهیسې په یادې ولسوالۍ کې میشت امنیتي ځواک د تجهیزاتو دنه شتون له کبله طالبانو ته تسلیم شول او ولسوالۍ دمګړۍ د طالبانو په لاس کې ده .

په دې اړه مفصل راپور له خپل خبریال نعمت ا... څخه آورو