افغان امنیتي ځواکونو د بلخ ولسوالي بیرته ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102028-افغان_امنیتي_ځواکونو_د_بلخ_ولسوالي_بیرته_ونیوله
افغان امنیتي ځواکونو د یو فوځي عملیات په ترڅ کې د خاص بلخ ولسوالي له طالبانو بیرته نیولي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 22, 2021 09:12 Asia/Kabul
  • افغان امنیتي ځواکونو د بلخ ولسوالي بیرته ونیوله

افغان امنیتي ځواکونو د یو فوځي عملیات په ترڅ کې د خاص بلخ ولسوالي له طالبانو بیرته نیولي دي.

د افغانستان دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې افغان کومانډو له طالبانو سره تر یو نیم ساعته جګړې وروسته دا ولسولي بیرته ونیوله.

خبرپاڼه زیاتوي، افغان کومانډو ځواکونو تېره شپه نهه بجې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې د شپې تر ۱۰ بجو او ۴۰ دقیقو یې دوام درلود.

د سرچینې په وینا، په دغو عملیاتو کې تر ۳۱ ډېر طالبان ووژل شول او د بلخ بالا حصار بیرته د افغان سرتېرو لاسته ورغی.

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د مزارشریف ښار له دروازې سره نېږدې طالبان لیدل شوي وو، خو افغان سرتېرو بیرته یاده سیمه د طالبانو له شتون پاکه کړه.

تېره ورځ په ولسي جرګه کې د بلخ استازي، د ولایتي شورا غړي او پخواني جهادي قومندانان راټول شوي وو او د طالبانو پر وړاندې یې د بریدونو خبر ورکړ.

هغوی خلکو ته ډاډ ورکړ چې په هېڅ صورت به مزارشریف ښار د طالبانو لاسته ونه لوېږي او خلک د افغان سرتېرو تر څنګ ولاړ دي.

د یادولو وړ ده چې اوسمهال د بلخ ولایت ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې، خو افغان سرتېری یې د بیرته نیولو لپاره د عملیاتو پیلېدو خبر ورکوي.