آسټریلیا اتیا افغان ژباړونکو ته اقامت ورکړ
د آسټریلیا حکومت په افغانستان کښې پر خپلو جنایتونو د برغولي ایښودو په موخه ۸۰ تنه افغان مترجمینو ته سره د هغوي د کورنیو، دغه هیواد ته د تګ او هلته د پاتې کیدو اجازه ورکړه.
د آسټریلیا حکومت په افغانستان کښې پر خپلو جنایتونو د برغولي ایښودو په موخه ۸۰ تنه افغان مترجمینو ته سره د هغوي د کورنیو، دغه هیواد ته د تګ او هلته د پاتې کیدو اجازه ورکړه.
د آسټریلیا حکومت د هغو اتیا تنو افغان ژباړونکو له خوا د مرستې له دوباره غوښتنې وروسته چې په خپل هیواد کښې یې د کانبرا د حکومت ملګرتیا کوله، پرون یې ورته آسټریلیا ته د داخلیدو او هلته د پاتې کیدو اجازه صادره کړه چې داشان په افغانستان کښې سخت جنګ ته په پام سره چې لویدیځ یې اصلي لوبغاړی دی، خوندي پاتې شي.
په دې وروستی کښې انګلستان او امریکې هم ویلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتنې ترمخکښې پورې به افغان ژباړونکو ته د اقامت د ورکولو بهیر ګړندی کړي.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان ځینو سیاسي فعالانو په دې وروستیو کښې په واشنګټن او لندن کښې د سیمه ایزو افغان ژباړونکو او ملګرتیا کونکو د اقامت د بهیر د چټکتیا لپاره د امریکې او انګلستان فیصله، د نشه ایزو توکو په تولید او انتقال کښې د دغو هیوادونو په ملګرتیا پورې د اړوندو معلوماتو د څرګندیدو د مخنیوي په لړ کښې بللې ده.
د انګلستان حکومت هم په مۍ میاشت کښې ویلي چې ټاکل شوې دغه هیواد هغه زرګونه تنه افغانان دغه هیواد ته بوځي چې په افغانستان کښې یې د انګلیسي ځواکونو ملګرتیا کړې ده.