حنیف اتمروایی له طالبانو سره سوله ممکنه ده
هغه ټینګار کړی دی چې هر کله په افغانستان کې جګړه ودرول شي په هماغه ورځ سوله راځي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې په افغانستان کې د سولې لپاره مطلقه اجماع موجوده ده.
هغه په واشنګټن کې په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې چې طالبان افغانان دي او افغان حکومت ورسره د سولې یوې هوکړې ته رسېدلی شي، خو په وینا یې هغه بهرني ترهګر چې اوس د طالبانو په لیکو کې د افغانانو پر وړاندې جنګېږي د هغوی لپاره په افغانستان کې ځای نشته دی او باید له دغه هېواده وشړل شي.
نوموړي دغه راز پر بهرنیو هېوادونو غږ کړی دی چې نور دې دا پلمه نه نیسي چې ګوندې په افغانستان کې د سولې لپاره اجماع نه شته ده.
هغه ټینګار کړی دی چې هر کله په افغانستان کې جګړه ودرول شي په هماغه ورځ سوله راځي.
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو احتمالي پاتي کېدو ته غبرګون کې ویلي چې د دوحې هوکړې پر بنسټ باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدو ته په اشارې ویلي چې دوی وضعیت له نږدې څاري او که همداسې دوام وکړي نو ښایي یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.