افغان پوځ د خلکو شتمني ده باید ملاتړیې وکړي
هغه تر دې وړاندې هم په دې برخه کې له خلکو مرسته غوښتې وه او ټینګار یې کړی و چې افغان حکومت به د پوځ تر څنګ درېدونکو کسانو ته وسلې او مهمات ورکوي.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم ا...محمدي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اردو او پوځ د افغانستان د خلکو شتمني ده او باید ملاتړ یې وکړي.
نوموړي خلک هڅولي چې په بېلابېلو برخو کې له خپلو ځواکونو سره مرسته وکړي او د دوی ملاتړ وکړي.
هغه تر دې وړاندې هم په دې برخه کې له خلکو مرسته غوښتې وه او ټینګار یې کړی و چې افغان حکومت به د پوځ تر څنګ درېدونکو کسانو ته وسلې او مهمات ورکوي.
خو له دې سره سره هم افغان حکومت ویلي چې د ملېشه جوړولو مخالف دی او عامو افغانانو ته په کار ده چې له خپل حکومت سره همکاري وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې افغان ولس د نظام په ملاتړ وسله را پورته کړې ده.
تازه د تېرې جمعې ورځ د خوست ولایت د ځدراڼ قوم هم د افغان پوځ په ملاتړ او د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ.