د افغانستان د شیرخان تجارتی لاره هماغه راز تړلی ده
Jun 28, 2021 01:38 Asia/Kabul
ربانی زیاته کړه د دغې تجارتی لارې په نسکوریدا سره د کندوز زیاتره ولسوالۍ د طالبانو په نیواک کی راغلی او حاضر دمه د دغه ښار په شاوخوا کې جنګ دوام لری .
د افغان غږ خبری اژانس له راپور سره سم د کندوز د ولایتی شورا غړی ربانی وویل له هغه وخته چی د شیرخان تجارتی لاره د طالبانو په حمله کې نسکوره شوه ، نو فعالیت یې تړل شوی دی .
ربانی زیاته کړه د دغې تجارتی لارې په نسکوریدا سره د کندوز زیاتره ولسوالۍ د طالبانو په نیواک کی راغلی او حاضر دمه د دغه ښار په شاوخوا کې جنګ دوام لری .
هغه جوته کړه په کندوز ښار کې په یوه اونیز جنګ کې ۳۰۰ ملکیان مړه او ژوبل شوی دي .
د شیرخان تجارتی لاره د افغانستان او تاجیکستان ترمینځ مهمه سرحدی لاره حسابیږی .
ټیګونه