امریکا دې په موافقې کښې پرخپلو کړو ژمنو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102318-امریکا_دې_په_موافقې_کښې_پرخپلو_کړو_ژمنو_عمل_وکړي
د طالبانو یو جګ پوړي غړي د دوحې د صلحې د موافقې له مخې پر خپلو ژمنو د امریکې د پابندۍ غوښتنه وکړه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 29, 2021 00:18 Asia/Kabul
  • امریکا دې په موافقې کښې پرخپلو کړو ژمنو عمل وکړي

د طالبانو یو جګ پوړي غړي د دوحې د صلحې د موافقې له مخې پر خپلو ژمنو د امریکې د پابندۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو یو جګ پوړي غړي د دوحې د صلحې د موافقې له مخې پر خپلو ژمنو د امریکې د پابندۍ غوښتنه وکړه.

سهیل شاهین د جاپان این، ایچ، کی ټي وي چینل ته په ځانګړې مرکه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې طالبان د دوحې د صلحې په موافقې باندې د امریکې د ژمنتیا غوښتونکي دي، زیاته کړه: امریکې تیر کال د دغې موافقې له مخې ژمنه وکړه چې د طالب ډلې د پاتې زندانیانو د آزادۍ او د دغې ډلې په جګ پوړو غړو باندې د ملګرو ملتو د بندیزونو د ختمولو په لړ کښې به کوشش وکړي.

هغه وویل: ټاکل شوې وه چې امریکا د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د صلحې د خبرواترو له پیلیدو څخه په دریو میاشتو کښې دننه، د دغو اهدافو په لړ کښې پرمخ لاړه شي خو تراوسه یې نه یوازې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی بلکې په واشنګټن کښې د افغانستان د حکومتي چارواکي کوربه توب هم کوي.