طالبانو دې له ناروا جګړې لاس واخلي او اوربند دې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102436-طالبانو_دې_له_ناروا_جګړې_لاس_واخلي_او_اوربند_دې_وکړي
ديني عالم مولوي حبيب ا...جلال ابادي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د اسلام په نوم له ناروا جګړې لاس واخلي، اوربند او خپلو وروڼوسره سوله وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2021 09:45 Asia/Kabul
  • طالبانو دې له ناروا جګړې لاس واخلي او اوربند دې وکړي

ديني عالم مولوي حبيب ا...جلال ابادي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د اسلام په نوم له ناروا جګړې لاس واخلي، اوربند او خپلو وروڼوسره سوله وکړي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې دینې عالمانو په یوه پراخه غونډه له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې اسلامي احکامو ته په درناوي جګړه ودروي او سوله وکړي.

د دې غونډې پرمهال د ننګرهار حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد، له ټولو دینې عالمانو وغوښتل، چې  د ممبرونو له لارې خلکو ته د سولې په اړه د دیني علماوو د وروستیو پرېکړو په تړاو معلومات ورکړي.

ديني عالم مولوي حبيب ا...جلال ابادي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د اسلام په نوم له ناروا جګړې لاس واخلي، اوربند او خپلو وروڼوسره سوله وکړي.

 په ننګرهارکې دیني عالمان داسې مهال د سولې له پروسې ملاتړ او له طالبانو د اوربند غوښتنه کوی، چې بل لورته د افغان سولې او په دې برخه کې د ترکیې رول تر عنوان لاندې په جوړ شوي کنفرانس کې ګډونوالو ویلي چې ترکیه په افغان سوله کې رغنده رول لوبولی شي.

د سیاسي او امنیتي چارو یوه ترکي متخصص په خپلو خبرو کې ویلي چې ترکیه له افغانستان سره تاریخي ديپلوماتیکې اړیکې لري او تر څنګ یې په سیمه کې هم له ښه نفوذ برخمن هېواد دی.

سرچینه کاږي چې ترکیه دې همدې مسایلو ته په کتو د افغانستان د سولې په مسئله کې خپله هڅه ډېره کړي