د هرات –کابل په یوه الوتنه کې د چاودنې مخه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102486-د_هرات_کابل_په_یوه_الوتنه_کې_د_چاودنې_مخه_ونیول_شوه
د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یوه بریدګر د موسیقۍ په اله کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې چې د الوتکې د پرواز پر وخت چاودنه ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2021 01:52 Asia/Kabul
  • د هرات –کابل په یوه الوتنه کې د چاودنې مخه ونیول شوه

د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یوه بریدګر د موسیقۍ په اله کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې چې د الوتکې د پرواز پر وخت چاودنه ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د دې ریاست منسوبینو د هرات –کابل په یوه الوتنه کې د ترهګریز برید مخنیوی کړی او بریدګر یې نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یوه بریدګر د موسیقۍ په اله کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې چې د الوتکې د پرواز پر وخت چاودنه ورکړي.

اعلامیه زیاتوي، «د هنرمند په جامه کې یو ترهګر سید ادریس د رجب علي زوی د موسیقۍ په اله کې یې له RDX چاودېدونکو توکو جوړ شوی لاسي بم او کیمیاوي مواد په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي و او پلان یې درلود چې د پرواز په وخت کې چاودنه ورکړي.»

د اعلامیې له مخې، د ملي امنیت منسوبینو او د خواجه عبدا... انصاري هوايي ډګر پولیسو په وخت اقدام وکړ او بې له دې چې د مسافرو منځ کې کومه وېره او ډار خپور شي د سید ادریس له لوري د رباب په منځ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي یې کشف او شنډ کړل.

د ملي امنیت ریاست وايي، وسله والې ډلې په پرله پسې ډول ملکي خلکو او ټولګټو تاسیساتو ته د زیان اړولو په هڅه کې دي، خو زیاتوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په قاطعیت او وړتیا سره د هغوی پلانونه شنډوي.

د ملي امنیت ریاست د نیول شوي کس او د الوتنې د وخت په هکله چې ټاکل شوې وه کابل ته وشي، نور جزئیات نه دي ورکړي.