په افغانستان کښې ۱۲۷۲ نور کسان په کورونا اخته شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102518-په_افغانستان_کښې_۱۲۷۲_نور_کسان_په_کورونا_اخته_شول
د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۲۷۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۴ زره او ۷۵۷ تنو ته ورسېد.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 03, 2021 16:23 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې ۱۲۷۲ نور کسان په کورونا اخته شول

د افغانستان د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۲۷۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۲۴ زره او ۷۵۷ تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زي وويل، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۹۲  نور کسان مړه شوي او ۹۳۵ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۵۱۹۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۷۳ زره او ۶۳۵ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.