په سیمه کښې د امریکې پوځي شتون د منلو وړ نه دی
Jul 04, 2021 02:54 Asia/Kabul
د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي په سیمه کښې د امریکې پوځي شتون د نه منلو وباله
د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړي استازي په سیمه کښې د امریکې پوځي شتون د نه منلو وباله
ضمیر کابلوف پرون په یوه وینا کښې وویل: له افغانستانه د امریکې شتون دې سیمې ته بیاځلې د دغه هیواد د ځواکونو د لیږل کیدو او د مرکزي آسیا په هیوادونو او هم داشان د ایران په ګاونډ کښې یې د اډو د جوړولو سبب نه شي.
هغه زیاته کړه چې روسیې له دې مخکښې هم په سیمه کښې د امریکايي اډو له جوړیدو او یوځل بیا یې ورته د ځواکونو د لیږلو له ګونګوسو سره خپل مخالفت امریکايي لوري ته اورولی دی.
د ویلو ده چې امریکا په افغانستان کښې له شل کلن ناکامه شتون وروسته غواړي چې د روان کال تر ستمبره پورې خپل پوځیان له دغه هیواده وباسي.
ټیګونه