امریکا په افغانستان کښې د ترهګرۍ اصلي مسوله ده
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکا په هیواد کښې د ترهګرۍ او د سرزورۍ د رامینځته کیدا عامل وبلله .
هغه پرون په یوې (۱) وینا کښې په افغانستان کښې د بهرنیو پوځیانو د شتون په ناکامه بللو سره وویل په افغانستان باندې د امریکا له حملې مخکې په هیواد کښې هیڅ ترهګرۍ او سرزورۍ نه وه .
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل امریکا په افغانستان باندې د حملې له وخت راهسې په ځلونو خپل ماموریت په هیواد کښې له سرزورۍ سره مبارزه او هلته د ثبات ټینګول اعلان کړی و خو دغه ماموریت اوس د افغانستان اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په پام سره کاملا ماتي خوړلي ده .
کرزي دغه راز ډاګینه کړه داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د عسکرو د شتون په وخت کښې یعني د دوې د ماموریت په اپوټه جوړه شوي ده .