طالبانو جنګ د افغانستان له شماله د ختیځ په لورغزولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102690-طالبانو_جنګ_د_افغانستان_له_شماله_د_ختیځ_په_لورغزولی_دی
حکومت  هغه ولسوالۍ چې د هیواد په ډیرو لیرې پراتو سیمو کې واقع دي ، خالی کړي دي څو د  ولایتونو دمرکزونو ،هوائي ډګرونو ، تجارتي پولو  او سترو ښارونو  امنیت په لاښه ډول تامین کړائ شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 07, 2021 03:08 Asia/Kabul
  • طالبانو جنګ د افغانستان له شماله د ختیځ په لورغزولی دی

حکومت  هغه ولسوالۍ چې د هیواد په ډیرو لیرې پراتو سیمو کې واقع دي ، خالی کړي دي څو د  ولایتونو دمرکزونو ،هوائي ډګرونو ، تجارتي پولو  او سترو ښارونو  امنیت په لاښه ډول تامین کړائ شي .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،  دافغانستان خارجه وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د سیمې او ګاونډیو هیوادونو دسفیرانو په ټول کې  پخپلې وینا کې وئيلی دي ،تر نن پورې  څه دپاسه اتیا ولسوالس د طالبانو منګولو ته لویدلي دي  او دلیل  ئې هم  د افغانستان دحکومت له خوا ددغو ولسوالیو   دپروګرام په اساس  خالی کول دي .

 اتمر زیاته کړې ، حکومت  هغه ولسوالۍ چې د هیواد په ډیرو لیرې پراتو سیمو کې واقع دي ، خالی کړي دي څو د  ولایتونو دمرکزونو ،هوائي ډګرونو ، تجارتي پولو  او سترو ښارونو  امنیت په لاښه ډول تامین کړائ شي .

د افغانستان دخارجه وزیر په وینا ،د تاجیکستان په لور له شاتګه وروسته ددغه هیواد د کابو زر  پوځیانو دبیرته ستنولو لپاره  هڅې ته په  اشارې سره  ټينګار کړی ، په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حملې او تاؤتریخوالي دوه برابره شوي  او  په ورځې کې  کابو له اویاؤ تر سلو پورې حملې کوي .

 د افغانستان رسندویو  په وروستیو شپو ورځو کې د طالبانو له قوله د څه دپاسه  یو نیم سل ولسوالیو دنیولو خبرونه خپره کړي دي .

 وروستي راپورونه ښئ د افغانستان پوځ د فراه ولایت په فراه رود سترې لارې کې  خپل پوځي مرکز  هم خالی کړی او ځواک ئې ددغه ولایت مرکز ته منتقل  کړی دی  ، البته  د فراه ځاي چارواکو په دې اړه  د خبر تر مخابیره کیدا پورې څه نه دي وئيلی . همداراز له کابله  زمونږ خبریال  راپور راکوي ، طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې  یو شمیر نوره ولسوالۍ هم نیولي دي .  راپور ښئ ، ځینو ځاي چارواکو چې غوښتل نامې ئې ونه ښودل شي ،وئيلی دي ،په بغلان ولایت کې فرنګ ولسوالۍ ،په بادغیس کې  مقر ولسوالۍ  او په بدخشان ولایت کې شغنان  ولسوالۍ هم  د طالبانو په کنټرول کې ورغلي دي . بل پرون هم  طالبانو په بادغیس ، هرات،سمنګان  او ننګرهار ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ نیولي دي .

Image Caption

 

په افغانستان کې د طالبانو د حملو اوتاؤتریخوالو په زیاتیدا پسې  په افغانستان کې د ملګروملتو  دفتر   ډیبورا  هم دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ،د افغانستان په چارو  کې دملګروملتو  ځانګړي استازي لاینز  په قطر کې د طالبانو د مرکچي ټيم له غړو سره په کتنې کې د سولې د اهمیّت او  دخبرواترو له بهیره  د ملګروملتو د ملاتړ په باب  خبرې کړي  او طالبان ئې دسولې  دخبرواترو بیرته پيلولو ته بللي دي .

دملګروملتو  نمایندګۍ ټينګار کړی ، د سولې خبرې اترې باید اصل وي او  د افغانستان خلکو ته د هیلې د ورکولو او د جنګ جګړو دختمولو  لپاره دیوازینۍ لارې په توګه  په لومړیتوب کې  وي .