کرزی د ایران د سوله غواړو هلو ځلو قدرونه وکړه
Jul 09, 2021 01:36 Asia/Kabul
په تهران کې د طالبانو له استازیو سره د افغان سیاسی څیرو کتنه به په افغانستان کې د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره اغیزمنه وی .
زمونږ خبریال راپور راکوی دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د بین الافغانی خبرو اترو له غوندې د تهران کوربتوب ته په اشارې سره جوته کړه په تهران کې د طالبانو له استازیو سره د افغان سیاسی څیرو کتنه به په افغانستان کې د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره اغیزمنه وی .
کرزی وویل په دوام کې ټینګار وکړ جنګ د افغانستان د هوساینې په تاوان دې او ټولې هڅې باید د سیاسی حل لارو او سولې په موندلو متمرکزې شی .
د افغانستان خارجه وزارت هم پرون په یوه بیانیه کې د تهران له غونډې هرکلې وکړ .
ټیګونه