میلیونونه افغانستانیان خوراکي مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102952-میلیونونه_افغانستانیان_خوراکي_مرستو_ته_اړتیا_لري
د افغانستان څه باندې ۱۸ میلیونه خلک انساندوستانه خوراکي مرستو ته اړمن دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2021 01:55 Asia/Kabul
  • میلیونونه افغانستانیان خوراکي مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان څه باندې ۱۸ میلیونه خلک انساندوستانه خوراکي مرستو ته اړمن دي

د افغانستان څه باندې ۱۸ میلیونه خلک انساندوستانه خوراکي مرستو ته اړمن دي

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ماليې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده په یو ټویټ کښې ولیکل، د تاوتریخوالي شدت، د کرونا وایرس پراختیا او اوچکالي سبب شوې چې ابتدايي موادو ته د دې هیواد د میلیونونو خلکو لاسرسي محدوده شي.

هغه ټینګار وکړ چې هم داشان د افغانستان ۱۸ میلیونه او ۴ لکه کسان د خوراکي مرستو ترلاسه کولو ته اړمن دي.

هغه له نړیوالو موسسو وغوښتل چې په افغانستان کښې د میلیونونو اړمنو کسانو لپاره  ضروري ابتدايي مواد برابر کړي.

د افغانستان د حکومت د وروستیو احصائیو له مخې، په تیرو دوو کلونو کښې کابو شپږ میلیونه افغانان د جنګ او ناامنۍ په وجه له خپل کور کلي او وطن څخه بې ځایه او کډه په سر شوي دي او فوري مرستو ته ضرورت لري.