د افغانستان پوځیانو دوه دیرش طالبان وژلي دي
Jul 13, 2021 07:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان دفاع وزارت وویل په شمال کښې په بدخشان ولایت کښې په کران او منجان سیمو کښې د طالبانو په مرکزونو باندې د پوځ د جنګي الوتکو په ننیو حملو کښې دوه دیرش (۳۲) طالبان وژل شوي او یوشمیر نور ژوبل شوي هم دي .
په عین حال کښې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل په کندوز ولایت باندې د دغه ډلې په پرونۍ حملې کښې د پوځ د هوايي ځواک دوه (۲) هیلي کوپټرونه تباه شوي دي .
د راپورونو پراساس د افغانستان په غزني ، قندهار ، تخار ، بدخشان ، هرات ، فاریاب ، بغلان ، قندوز ، بادغیس ، جوزجان ، میدان وردک او هملند ولایتونو کښې جنګونه روان دي او ډیر خلک نورو سیمو ته کډه شوي هم دي .
ټیګونه