غزنی ولایت کې یوه بله ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i102984-غزنی_ولایت_کې_یوه_بله_ولسوالۍ_هم_د_طالبانو_لاس_ته_ورغله
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په غزنی ولایت کې تیره شپه یوه بله ولسوالۍ هم دطالبانو لاس ته ورغلي ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 13, 2021 09:41 Asia/Kabul
  • غزنی ولایت کې یوه  بله ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورغله

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په غزنی ولایت کې تیره شپه یوه بله ولسوالۍ هم دطالبانو لاس ته ورغلي ده .

وسله والو طالبانو رسنیوته ویلي چې په یادې ولسوالۍ کې یې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوړلې او ولسوالۍ یې په کنترول کې ده .

په دې اړه دغزني ولایت سیمه ایز چارواکي څه نه وایي خو د  یاد ولایت ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني تهران راډیو سره په مرکه کې د یادې ولسوالۍ سقوط او افغان ځواکونوته دمرګ ژوبلې اوښتو خبره تاییدوي خو کره شمېره یې د  معلوماتو نشتون له کبله نه کړه څرګنده.

نوموړی زیاتوي چې له جاغوري ولسوالۍ نه مرستندویه افغان ځواکونه د مالستان د ژغورلو په خاطر لیږل شوي ول خو طالبان په پرمختللي وسلو او امکاناتو سمبال ول .

د غزني  مالستان ولسوالۍ د دې ولایت په لویدځه څنډه کښې پرته ده چې له جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالیو سره نښلیدلي پولې لري .

ویل کیږي اوس مهال یوازې د غزني دوې(۲) ولسوالۍ (ناور  او جاغوري) دافغان ځواکونو په لاس کې دي او پاته (۱۶) نورې ولسوالۍ د طالبانو په کنترول کې دي .