دوحې ته د افغانستان څخه د جګپوري پلاوي سفر
ټاکل شوې د جمعې په ورځ د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان حکومت لس کسيز پلاوی دوحې ته سفر وکړي.
د سي ان ان له راپور سره سم، په یاد پلاوي کې د افغانستان پخوانی جمهور رييس حامدکرزی، يونس قانوني، کريم خليلي، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم، ګلبدين حکمتيار او يو شمېر نور کسان په دغه پلاوي کې شامل دي.
په ورته مهال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی او تر اوسه یې د پاکستان، ازبکستان او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو سره په جلا ډول لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی دی.
افغان حکومت تر اوسه په رسمي ډول دوحې ته د لس کسیز پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ حامد کرزي د مذاکراتو د پیل خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دا ځل به په جدي توګه مذاکرات پیل شي.