زرګونه بهرني جګړه مار افغانستان ته راغلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103156-زرګونه_بهرني_جګړه_مار_افغانستان_ته_راغلي_دي
افغان ولسمشر وویل: نړیوال څارونکي هم ټینګار لري چې له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکه غوڅه شوې نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • زرګونه بهرني جګړه مار افغانستان ته راغلي دي

افغان ولسمشر وویل: نړیوال څارونکي هم ټینګار لري چې له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکه غوڅه شوې نه ده.

د افغانستان ولسمشره د پاکستان په سیمه ایزو سیاستونو باندې په نیوکې سره ادعا وکړه چې د طالبانو د مرستې په موخه کابو ۱۰ زره بهرني جګړه مار په دې وروستیو کښې د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوښتې دي.

محمد اشرف غني په ازبکستان کښې د مرکزي او جنوبي آسیا د نړیوال کانفرنس ترڅنګ وویل: زمونږ اطلاعاتي معلومات ښودنه کوي چې په دې وروستیو اونیو کښې تقریباً لس زره بهرني جنګیالي افغانستان ته رسیدلي دي او له طالبانو سره اوږه په اوږه جنګیږي.

هغه وویل: نړیوال څارونکي هم ټینګار لري چې له نړیوالو ترهګرو سره د طالبانو اړیکه غوڅه شوې نه ده.

افغان ولسمشر وویل چې د پاکستان وزیراعظم او جګ پوړو چارواکو په کراتو ویلي دي چې په افغانستان باندې د طالبانو ولکه د اسلام آباد په ګټه نه ګڼي خو د دغو څرګندونو په اپوټه د طالبانو ملاتړ کوي.