د کابل خلکو د پاکستان د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103176-د_کابل_خلکو_د_پاکستان_د_سفارت_مخ_ته_مظاهرې_وکړې
شفقنا خبري اژانس وايي د کابل خلکو په اسلام اباد کښې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خیل د لور میرمن سیلسیلا (Silsila) د تښتولو او شکنجه کولو باندې اعتراض کښې په پلازمینې کابل کښې د پاکستان د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 18, 2021 09:16 Asia/Kabul
  • د کابل خلکو د پاکستان د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې

شفقنا خبري اژانس وايي د کابل خلکو په اسلام اباد کښې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خیل د لور میرمن سیلسیلا (Silsila) د تښتولو او شکنجه کولو باندې اعتراض کښې په پلازمینې کابل کښې د پاکستان د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې .

د کابل مظاهره چیانو د پاکستان د سفارت مخ ته په راغونډیدا سره د  اسلام اباد د حکومت لخوا د افغانستان د سفیر د لور د تښتونکو د پیژندلو او د محاکمه کولو غوښتنه وکړه .

د کابل مظاهره چیانو ټینګار وکړ د افغانستان د سفیر د لور د تښتونې د عاملانو تر نیول کیدا پورې  باید د پاکستان سفارت وتړل شي .

وروستی خبر وايي چې د اسلام اباد پولیسو د افغانستان د سفیر د لور د تښتولو په پیښه کښې لاس لرونکي دوه( ۲) ډرائیوران تراوسه نیولي دي او د دریم (۳) موټروان د نیولو هڅه هم روانه ده .