افغانستان اوپاکستان خپل سفیران وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103210-افغانستان_اوپاکستان_خپل_سفیران_وبلل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د افغانستان دا پرېکړه د خواشینۍ وړ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 07:29 Asia/Kabul
  • افغانستان اوپاکستان خپل سفیران وبلل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د افغانستان دا پرېکړه د خواشینۍ وړ وبلله.

وروسته له دې چې افغانستان له اسلام اباده خپل سفیر او دیپلوماتان کابل ته وروبلل، په افغانستان کې د پاکستان سفیر هم اسلام اباد ته ستون شو.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پاکستان سفیر منصوراحمد خان د امنیتي اندېښنو له کبله د پي آی اې په یوه الوتکه کې اسلام اباد ته ستون شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه پورې اسلام اباد ته د منصوراحمد خان د بېرته ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام اباد څخه خپل سفیر او جګپوړي دیپلوماتان د پاکستان په پلازمېنه کې د افغان سفیر نجیب ا... علی خېل د لور د تښتول کېدو په اعتراض کې کابل ته راوبلل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د افغانستان دا پرېکړه د خواشینۍ وړ وبلله.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هیواد د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی و چې د پېښې عاملان په ۴۸ ساعتونو کې ونیسي .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ادعا وکړه چې دا پېښه له سره شوې نه ده او دا د پاکستان د بدنامولو لپاره یوه دسیسه ده چې هند پکې لاس لري.

د یادولو ده چی په پاکستان کې د افغان سفیر لور سلسله علی خیل د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د څو ساعتونو لپاره بی درکه او له شکنجې وروسته ازاده شوه .