افغان عسکرو د سمنګان دره صوف بالا ولسوالي بېرته ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103216-افغان_عسکرو_د_سمنګان_دره_صوف_بالا_ولسوالي_بېرته_ونیوله
ښاغلی رضایي زیاتوي چې د دغې ولسوالي د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2021 10:34 Asia/Kabul
  • افغان عسکرو د سمنګان دره صوف بالا ولسوالي بېرته ونیوله

ښاغلی رضایي زیاتوي چې د دغې ولسوالي د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د افغانستان  هېواد په شمال زون کې ٢٠٩ شاهین قول اردو وایي د سمنګان ولایت اړوند د دره صوف بالا ولسوالي یې بېرته د وسله والو طالبانو له کنټروله خلاصه کړه.

د دغه قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د دې ولسوالي د نیولو ادعا کړې ده.

هغه ویلي چې یاده ولسوالي نن سهار افغان ځواکونو بېرته نېولې ده.

ښاغلی رضایي زیاتوي چې د دغې ولسوالي د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

هغه طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د کره ارقامو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم افغان ځواکونو ته د تلفاتو په اړه معلومات ورکړې دي.

وسلوالو طالبانو تر دمه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د هېواد د څو ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړې دي.

خو د دې ترڅنګ بیا دا په تېرو درو ورځو کې څلورمه ولسوالي ده چې افغان امنیتي ځواکونه یې بېرته له طالبانو نیسي.

تر دې وړاندې د پروان سرخ پارسا او شیخ علي او د عزني مالستان ولسوالۍ هم افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو تصفیه کړې وې.

ورته مهال خوا ځینې راپورونه دا هم وايي چې طالبانو د کاپیسا نجراب ولسوالي نیولې ده.

خو ځايي چارواکي د ولسوالي د نیولو ادعا ردوي؛ مګر وایي په ولسوالي کې اوس هم جګړه ر وانه ده.