په افغانستان کې د اختر په لومړي ورځ کې اوربند شوی
د لوي اختر لومړي ورځ په افغانستان کې د افغان سرتېرو او د طالبانو تر مینځ د نښتو پرته تېره شوه.
که څه هم سږ کال په افغانستان کې د تېرو کلونو په څېر د طالبانو او د افغان حکومت تر مینځ په رسمي توګه د اوربند اعلان نه وشو لیکن پرون له کومي نښتې پرته د لوی اختر لومړي ورځ په ارامښت سره پای ته ورسېده.
د جګړې په لیکه کې ځینو افغان سرتېرو طلوع نیوز ته وویل: موږ تل د اختر په ورځو کې له خپلو کورنیو څخه لیري او سنګرونو کې د خلګو د امنیت په ټینګولو کې تېر وو.
د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي چي پکتیا ولایت ته تللی و، وویل: افغان سرتیري د جنګ غوښتنې له مخې نه بلکي د سولي د ټینګولو لپاره جنګیږي.
هغه زیاته کړه چي افغان ځواکونه به ډېر ژر له لاسه وتلي سیمي بیرته ونیسي.
په افغانستان کې د لوی اختر په مناسبت تر شنبې پوري عمومي رخصتي اعلان شوې.
په تېرو دوو میاشتو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو په افغان سرتېرو خپلو بریدونو ته زور ورکړي او په دغه هیواد کې یې پراخي سیمي نیولي دي.